دپردی تر شا یوه بله خطرناکه لوبه روانه ده
رحمت اله  روان رحمت اله روان

انتظار کیږی چه ډیر ژر دټاکنو او په ټاکنو کی ددرغلیو دپلټنی نتایج اعلا ن شی ،لکه څرنګه چه معلومیږی دا نتجی به له لا ندی دو حالاتو خالی نه وی ،یابه اعلان شی چه ښاغلی کرز ی صاحب بیا دهیواد ولسمشر شو او یا به اعلان وکړی چه دکومو کاندیدانو تر منځ دټاکنو ودوهم پړاو ته اړتیا ده ،ددی دواړو شرطونو په باب په افغا نستان کی دملګرو ملتونو استازی کای ایدی په کرزی صاحب باندی فشار اچولی دی اوله هغه ځخه یی غوښتی دی چه بابه ښاغلی داکتر عبداله داجراییه اداری دمشر په صفت مني او یابه ټاکنی ودوهم پړاو ته ځی ،بیا هم واک او اختیار وکرزی صاحب ته ورکول شی چه له دی دوو شرطونو کوم یوه ته غاړه ږدي.

دافغا نستان عام خلګ دډیره وخته دټاکنو دنتایجو داعلا ن په انتظار کی دی او ستر ګی په لار دی چه کله به دغه وړي شړی شی او دی بحران ته به د پای ټکی کیشودل شی دافغا نستان ځخه دبا ندی بهرنی هیوادونه چه په افغا نستان کی نظامی فو ځونه لری ډټاکنودنتجو دنه اعلا ن په وجه دسرګردانی سره مخامخ دی او لاره ځنی ورکه ده ،په هیواد کی امنیتی حالات ورځ تر بلی کړکیچن کیږی،ان تردی چه مخالفینو اوس چورلکی هم پیداکړی دی او دچورلکو په واسطه له یوی نقطی ځخه بلی نقطی ته انتقال کیږی ،جالبه خبره لا داده چه دافغا نستان ملی اردو په دغه تیرو اتو کالو کی د چورلکو خاوند نه شو ولی دهغوی مخالفین دډیرو عصری چور لکو خاوندان شول چه کولای شی په هر نوع نا مساعده اب هوا کی هغه هم دشپی له طرفه بدون دکوم  خطر الونتی وکی اودپنځومیاشتو په جریان کی په دی باب هیچا ونشوای کولای چه دا ثابته کړی چه دغه چورلکی په چا پوری اړه لری اوپه دی کی ځوک دهیواد له جنوب ځخه وشمال ته انتقالیږی او دځه هدف په خا طر؟

په هر صورت که ښاغلی کرزی صاحب اویا هم داکتر صاحب عبداله او یا کوم بل ځوک ددی ټا کنو وړونکی شی کومه خاصه او جالبه دخوشحالی نه ډکه خبره به دافغا نانو لپاره نه وی او نه هم باید ور با ندی خوشحاله شو ،داځکه چه دا یو هم نشی کولای او نه هم ددی توانایی او استعداد لری چه هیواد له دغه بحرانی حالات ځخه په یوازی توګه را وباسی ، بحران اوس په افغا نستان کی ډیری ژوری کچی ته رسیدلی دی دهغوی ځخه چه مونږافغا نانو تقضا کوله چه دی به دا بحران حل کړی اویابه دحل یوه منا سبه لاره ورته پیدا کړی ولی متا سفانه چه تجربو په ډاګه کړه ددی په ځای چه بحران حل کړی هغوی د هغه چا سره  په افغا نستان کی کمک او همکاری کوی چه بحران ته لمن وهی اوهم یی خپل ټول مالی او نظامی امکانات یی دهغوی په اختیار کی ورکړی دی ،جنګ او جګړی ته لمن وهی اوپه نتجه کی یی دهیواد با امنه سیمی یی په نا امنه سیمو بدلی کړی ،

دهیواد په روانه بحرانی وضع باندی دافغا نانو تشویش او اندیښنی د ښاغلی مولوی مصطفی بارګزی دځرګندونو په اساس نوری هم زیا ت شوی دی،او دهغه ځرګندونی دهغو افغا نانو لپاره چه ځانونه واقیعا افغانان او افغانستان خپل مشترک کور بولی ډیری دتشویش او انديشنو نه ډکی دي ، دنوموړی ودی ځرګندونوته با ید په دقیقه او همه جانبه توګه توجه وشی او تر پراخو ځیړونو لا ندی ونیولي شي،ښاغلی مصطفی بارګزی دټا کنو دشکایاتو دکمیسون ځخه داستعفا په محال په خپل کورکی وژورنالیستانو ته په خبلو ځرګندونو کی دډیرو پتو رازونو ځخه پرده پورته کړه چه دهغو رازونوله جملو ځخه  چه ډیر مهم او دتشویش وړ دي هغه دادي ،مصطفی بارګزی وایی چی :(( ښاغلی کرزی باید په دی خوشحاله نه شی چه ټا کني به وګټي او نه هم داکتر صاحب عبداله دی په دی تمه وی چه ټاکني به ودوهم پړاو ته وغځولی سي،دپردی تر شا یوه بله خطر ناکه لوبه روانه ده چه کیدای شی ډیری بدی پایلی ولری )) که څه هم نوموړي ډیرناوخته له پټو رازونو او توطیو ځخه پرته پورته کړه ،بیا هم دمولوی صاحب دغه اقدام او جرایت دستاینی او تمجید وړدي داځکه چه دنه ویلو ځخه یی ویل دافغا نانو په ګټه تما میږي ،خصوصا دولسمشری وچوکی ودواړو کاندیدانو ته او دهغوی ونژدی طرفدارانو ته دده دغه پیغام چه هغوی دی په دی نه خوشحاله کیږی چه دهیواد ولسمشر شی داڅکه چه دهیواد دکنترول او صلاحیت دنورو په لاس کی دي ،له دوی ځخه یوازی دیو ی وسیلی په تو ګه استفاده کیږی که هر ځوک ودی چوکی ته بالاخره انتخاب کیږی هغه  به دافغانانو په خوښه نه بلکی دخارجیانو په خوښه او رضا وی،په عین حال کی دمولوی صاحب بارګزی خبری دافغا نستان وخلګو ته دا پیغام رسوي چه دافغا نستان دسرنوشت په ټا کلو کی افغا نان کوم رول نه لری او نه کوم صلا حیت ور کول کیږی معنا دا چه افغا نستان ددوستی ، همکاری او دترهګری سره دمبارزی تر نامه لا ندی اشغال شو ی دي،او دافغا نانو داهلی ځلی چه یوی او بلی خواته په افغا نستان کی دسولی په لارو چارو فکر کوی او منډی را منډی وهی کومه خا صه نتجه نه لری،امکان لری دمولوی صاحب مصطفی ځرګندونی بعضي لوري او اشخاص د خپل ځان اوښخصی ګټو به ضد تعبیر کړي او دمولوی صاحب ددغه اقدام په باب احسا سیت ښي اود مولوی صاحب دغه عمل دمخالف لوری په مشوره او هدایت یو عمل بولی،بلکی زما په نظر دنوموړی دغه اقدام اوڅرګندونی د هیواد دملی یوالی اوملی مصالحو په ګټه بیا هم بولم او له دی خبرو ځخه باید عام افغا نان په دی پوه شی چه زمونږ دټولو مشترک کور دیوه غټ بحران سره مخا مخ دی او ددی بحران څخه دوتلو په لارو چارو باندی باید فکر وشی او ټول وطن دوسته افغا نان باید دخل معقوله لاره دیوه اوبل په کمک پیدا کړي ،ممکن تردی نوری ډیری ژوره دسیسی او توطیی زمونږ او ستاسی دوطن په باب موجودوی لازمه ده ځان ورباندی پوه کړو.لازمه ده دمولوی صاحب مصطفی  برګزی سره کمک او همکاری وشی تر ځوهغه عمده موضوع چه دی یی واستعفا ته مجبور کړی داسی معلو میږی چه دی اوس هغه نه شی ویلا ی داسی زمینه مساعده شی چه هم خپله مولوی صاحب او هم نور زمونږ داسی وطنوال چه  دډیرو داسی پیشو له واقیعتونو ځخه معلومات لری بدون دکوم ترس او بیری دافغانانو او رسنیو په اختیار کی کیږدی تر ځو افغا نان دخپل وطن دمثبتو او منفی جریانونوځخه با خبره شی .

لکه ځرنګه چه می مخکی وویل دمولوی صاحب مصطفی بارګزی ځرګندونو په څینو اشخاصو باندی چه خپلی شخصی ګټی په خطر کی ګوری منفي تاثیرات کړی دي او مولوی صاحب دشخصی عقدو اوتنګ نظری په اساس چه لری یی په مختلفو نومونو متهم وی چه یو دهغو جملو ځخه دکابل پرس د تعصب ځخه ډک ویب سایت دی چه په هغه کی نن په دی باب تر دی عنوان لا ندی چه ایا مولوی مصطفی پیژنی یو مضمون نشر شوی دي ،په هغه مضمون کی دمولوی صاحب مصطفی به باب لیکل شوی دی چه مولوی صاحب یو مجهول هویته شخصیت دی او لیکلی یی دی چه مولوی مصطفی پخوا دداکتر نجیب اله ددوران دوخت دخاد غړی ؤ او په مخفی توګه یی په کوم وزارت کی وظیفه اجرا کوله،زه په دی خبری نه کوم چه مولوی صاحب رښتیا هم دشهید داکتر نجیب اله دوخت دخاد کارمند ؤاو که نه دا څکه چه زه معلومات نه لرم،ولی یو شی چه هغه با ید په ښه جرایت ووایم هغه داده چه واقیعت او حقیقت ویل او دهیواد په ضد دپټو دسیسو او توطیو ځخه پرده پورته کول او دهغو افشا اوخنثی کول رشتیا هم دافغا نستان د خلق دموکراتیک ګوند داکثریت غړو خصوصا دخاد دکارمندانو ایمانی ،وجدانی او افغا نی وظیفه ؤ،نوکه ددغه ښه افغا نی عالی احساس په وجه دکابل پرس انترنیت پا ڼه او دهغی چلونکی ښا غلی میر هزار محترم مولوی صاحب مصطفی په باب دخاد دغړی حدث او ګمان کوی ډیره ښه په ځای ګمان دی چه ممکن رښتیا هم مولوی صاحب دافغا نستان دخلق دموکراتیک ګوند غړی او یا دخاد کارمند ؤاویا اوس هم وی ، دا ځکه چه هغوی همیشه درښتیا ویلو جوګه دي او ښبه او ورڅ لکه چه تجربی وشودله دخپلو خلګو په خدمت کی په هرنوع شرایطو کی حا ضر دي او ورځ په ورځ دخلګو په زړونو کی ځای پیدا کوی او دجهانی شهرت ځخه برخوردار کیږی هغوی چه تر پرونه پوریی ددشمن په سترکو ورته کیدل نن هغه  دځان ډیرښه دوستان او تر ټولو با اعتماده اشخاص ګڼي .

دلته لازمه ګڼم ووایم چه استحبارات دیوه مملکت ستون فقرات تشکیلوي او استخبارات دی چه په هیواد کی تر ټولو امنیتی ارګانونو لمړی دهیواد په داخلی او خارجی امنیت کی څان مسول احسا سوی اوودی هدف ته درسیدو په خاطر باید وډیرو خطرونواوزحمتونو ته ځان اماده کړي په یوه مملکت کی با ید ټول سیاسی ،اقتصادی،اجتماعی او امنیتی هدفونه داستخباراتو له لاری تنظیم او په مخ ولاړشی که چیری استخبارا ت ضعیف عمل وکړی په یوه هیواد کی هرنوع فعالیتونه دګډودي په حال کی وی،نن که لږ څه بریالیتوبونه هم دافغا نستان دحکومت په نصیب شوی دی هغه دخاد دکارمندانو له برکته دی او هر نوع ناکامی او پا تی والی چه له نظره کیږی هغه په افغا نستان کی دیوی قوی استخباراتی دستګاه نه در لودل دی چه متا سفانه نن ورڅ افغا نستان له داسی یو پیاوړی دستګاه له درلودلو ځخه دخارجیانو دمداخلو په وجه لیری ساتل شوی دی ،دتعجب خبره داده چه دملی اردو او پولیسو په تشکیلاتی پرختیا باندی هره ور ځ تینګار کیږی ولی تر ټولو مهم امنیتی ارګان چه استخبارات یا په افغا نستان کی د امنیت ملی اداره ده له توجه ځخه لیری ساتله کیږی ،داځکه چه لا اوس هم دافغا نستان دخاوری دشمنان ودغه ارګان ته په هغه پخوانیو سترګو ګوری چه ودوی ته یی دعبرت در س ور کړي دی ، داسی درس چه لا تر اوسه دهغوی له ډاره په خپلو کوروکی ارام خوب نه شی کولای ،که چیری دافغا نستان ننی کړکیچنه اوبحرانی وضع په دقیقه توګه تر ارزیابی او مطالعی لاندی ونیسو هغه ټولی پیښی او حوادث چه روزمره رامنڅ ته کیږی دقوی استخباراتو نه درلودل دی په اوسنی وضع کی دهیواد دملی امنیت ریا ست دموجوده لږ تشکیل په درلودلو نه شی کولای چه به عین زمان کی دټولو پیښو ځخه مخکی تر عملی کیدو جلو ګیری وکړی ،همدا علت دی چه پنځه میاشتی کیږی دهیوادله جنوب ځخه دچورلکو په واسطه مسلح مخالفین دجنګ او اشوب په منظور دهیواد وشمالی برخو ته انتقالیږی ولی هیځ کشفی او امنیتی ار ګان په دی قادر نه دی چه حدی اقل دغه چورلکی او حاملین ی تثبیت کړی ،اویا یو ځان مر ګی په چاودیدونکو بار موتر دځوامنیتی کمربندونو ځخه را تیروی او دکابل دښار په زړه کی د کورنیو چارو دوزارت په دروازه کی منفجر وی ،دا ټولی هغه نیمګړ تیاوی دی چه په افغا نستان کی دملی امنیت واداری ته توجه نه کیږی او دهغوی رول دپا مه غور ځول شوی دي .په درناوی 


October 18th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات